Pajhwok Afghan News

حقاني: راستنېدونکو افغان کډوالو ته دې د کورونو جوړولو او کاري فرصتونو پر برابرولو تمرکز وشي

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې او یو شمېر موسسو له استازو سره په لېدنه کې ویلي چې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره دې د کور جوړولو او کاري فرصتونو په برخو کې مرستې وشي.

له څه باندې یوې میاشتې راهیسې پاکستان د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی او ګڼ شمېر افغانان یې په زور ایستلي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د تورخم فرضي کرښې او د کډوالو د میشت غالي د لیدلو پرمهال د اروپایي اتحادیې له شارژدافيرې رافيلا یودیچه او د یو شمېر موسسو له استازو سره هم کتلي دي.

حقاني ویلي: «د کډوالو خدمت زمونږ انساني، اسلامي او افغاني مسوولیت دی، ښایي د ژمي په رارسېدو سره د کډوالو ستونزې نورې هم زیاتې شي، د بیړنیو مرستو پرځای باید دوی ته د کور جوړولو او کاري فرصتونو برخه کې په معیاري او اساسي خدماتو تمركز وشي.»

هغه ویلي، دا چې ژمی دی او ځینو ولایتونو ته د کډوالو لیږد ناممکن دی، نو غواړي دا لنډمهاله میشت غالي په اوږد مهاله کمپونو بدل کړي او دا پروسه د بشرپاله هېوادونو مرستې ته اړتیا لري.

د هغه په خبره، د رسمي دروازو ترڅنګ باید هغه غیررسمي لارو ته هم پاملرنه وشي چې ډېری کډوال پرې هېواد ته راستنېږي.

د اروپایي ټولنې شارژدافیرې رافيلا یودیچه ویلي: «د پاکستان وروستۍ پرېکړه د کډوالو په حق کې ښکاره او لوی ظلم و، مونږ به په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړی.»

هغې ویلي، هڅه کوي د افغان کډوالو غږ تر نړیوالو ورسوي او د هغوی لپاره مرستې را جلب کړي.

Views: 39

Exit mobile version