Pajhwok Afghan News

د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي: د پاسپورټ وېش لړۍ دې چټکه شي

قلعۀ‌نو (پژواک،۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پاسپورټ وېش لړۍ له ټکني‌والي شکایت لري، خو مسوولین وايي چې دا ستونزه به ژر حل شي.

د بادغیس یوه اوسېدونکي محمدیار چې نږدې اووه میاشتې مخکې یې د پاسپورټ اخیستو غوښتنلیک ورکړی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پروسه باید چټکه شي.

نوموړی زیاتوي: «اووه میاشتې کېږي چې د پاسپورټ اخیستو غوښتنلیک مې ورکړی، خو تر اوسه مې نوبت نه دی رسېدلی، له دولته غواړم چې د پاسپورټ وېشلو پروسه چټکه کړي څو خلک په اسانه پاسپورټ ترلاسه کړي.»

ورته مهال، د قلعه‌نو ښار یو بل اوسېدونکی غوث‌الدین هم د پاسپورټ ویشلو د پروسې له ټکني‌والي شکایت لري او وايي: «پنځه میاشتې کېږي چې د پاسپورټ اخیستو غوښتنلیک مې ورکړی، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې څه وخت به مې نوبت رسېږي، له دولته غواړم چې دغه پروسه چټکه کړي څو خلک پاسپورټ ترلاسه کړي او ستونزې یې حل شي.»

دغه راز، د بادغیس د امنیې قوماندانۍ مسوولین د دغه ولایت د پاسپورټ وېش پروسې ټکنی‌والی تاییدوي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي دا یوه عامه ستونزه ګڼي او وایي چې د پاسپورټ وېش کچه په ورځ کې لسو کسانو ته ټیټه شوې ده.

هغه زیاته کړه، تخنیکي ستونزې د دې لامل شوي څو په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش پروسه ټکنۍ شي.

سرچینې ویلي، ستونزه یې له مرکزي چارواکو سره شریکه کړې او د حل په لټه کې دي.

هغه زیاته کړه: «د پاسپورټ وېش له مرکزه کېږي او موږ په دې برخه کې واک نه لرو. ستونزه مو مرکز سره شریکه کړې، خو مرکزي چارواکو د یادې ستونزې لامل تخنیکي ستونزې بللي او هڅه کوي چې ژر تر ژره حل شي.»

د یاد ولایت په امنیې قوماندانۍ کې یوې رسمي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې به هر ورځ بادغیس کې ۲۵۰ کسانو ته پاسپورټونه وېشل کېدل، خو اوس دغه شمېر لسو کسانو ته ټیټ شوی دی.

Views: 7

Exit mobile version