ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین: غزني کې ۳۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي

امنیتي مسوولین: غزني کې ۳۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي

غزني ښار (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې د یوې اونۍ په جریان کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۳۰ کسان نیولي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادې قوماندانۍ ځواکونو د تېرې یوې اونۍ په بهیر کې ۳۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي چې له دې جملې پنځه کسان د نشه‌یي توکو قاچاق، ۱۰ کسان د ځمکو د غصب، پاته نور د غلا، اخلاقي فساد او نورو غیرقانوني کړونو او فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

هغه زياته کړه چې د يادو کسانو دوسيې به له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.