Pajhwok Afghan News

ملګرو ملتونو له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د روغتيايي خدمتونو زمينه برابره کړې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سازمان وايي، له پاکستانه د تورخم له لارې راستنېدونکو افغانانو ته يې پر نورو مرستو سربېره د روغتيايي خدمتونو زمينه هم برابره کړې ده.

هغوی وايي، سره له دې چې د اسلامي امارت له لوري په تورخم کې روغتيايي خدمتونه شته، خو له حکومت سره په همغږي دوی هم څو روغتيايي مرکزونه جوړ کړي چې له پاکستانه راستنېدونکي افغانان په کې د اړتيا له مخې تداوي کېږي.

د ملګرو ملتونو له روغتيايي مرکزونه يو يې د جلال‌اباد ښار ته څېرمه ثمرخېلو سيمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مرستو وېش په مرکز او بل يې هم تورخم ښار ګوټي کې د کډوالو په لنډمهاله پنډغالي کې موقعيت لري.

مسوولين وايي، په دغو روغتيايي مرکزونو کې د نسايي ولادي ناروغيو او زېږون له اسانتياوو نيولې د ماشومانو او لويانو د داخله ناروغيو او ساري ناروغيو لومړنۍ درملنه هم کېږي.

ډاکټر ساپۍ چې د ثمرخېلو په روغتيايي مرکز کې ام ډي ډاکټره ده، وايي، دغه مرکز کې هره ورځ له سلو تر ۱۲۰ پورې د ماشومانو، نارينه او ښځينه‌وو درملنه کېږي.

هغې زياته کړه: «موږ تقريباً ۱۰ کسیزه روغتيايي ټيم لرو، د اوپي‌ډي، زېږون، ماشومانو ناروغيو او بېړنيو مرستو د خونې په درلودو سره خدمات وړاندې کوو.»

دغه راز، تورخم ښارګوټي ته څېرمه د کډوالو په لنډمهالي پنډغالي کې هم د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق (UNFPA) د بېړنيو روغتيايي مرستو يو مرکز هره ورځ د لسګونو ناروغانو درملنه کوي.

د دغه روغتيايي مرکز مسوول ډاکټر سيد منصور وايي، د دغه روغتيايي مرکز له جوړېدو سره د شاوخوا ۴۵۰۰ ناروغانو درملنه شوې چې ډېر ناروغان يې په موسمي ناروغيو اخته وو.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو موقت همغږی کوونکی دنیال پېټر انډرېس له پاکستانه په زور د افغان کډوالو را ويستلو په اړه اندېښنه لري او وايي، روان سوړ ژمی به راستنېدونکو کډوالو ته ډېر زيان رسوونکی تمام شي.

هغه وويل، که څه هم ملګرو ملتونو هڅه پيل کړې چې د خپلو بېلابېلو سازمانونو له لارې کډوالو ته مرستې ورسوي او روغتيايي خدمتونه ورته برابر کړي، خو بيا هم سړه هوا او د امکاناتو نشتوالی به راستنېدونکي کډوال په ډول ډول موسمي ناروغيو اخته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، په تېرو نږدې دوو مياشتو کې تورخم کې د دغه رياست تر چتر لاندې روغتيايي مرکزونو کې د ۹۶ زره او ۸۴۳ ناروغانو درملنه شوې ده.

د روغتيا رياست وياند نقيب‌الله رحيمي پژواک ته وويل، په يادو ناروغانو کې ۱۲زره او ۲۳۹ د اسهالاتو، ۷۰ د شري مشکوک ناروغان، ۱۱۷ د ډينګي مشکوک ناروغان، ۶۹۶۸ د پوستکي ناروغان، ۷۰۷۵ رواني ناروغان او ۸۵۱۳ اميندواره مېرمنې شامل دي او ۷۶۹۵ کسانو واکسين شوي دي.

هغه زياته کړه دغه راز ۱۳۹۰۶ له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ کچې معلومولو په موخه سکرین شوي چې له ډلې ۷۱۸ شديد او ۲۸۹۸ نیمه شدید وو.

د يادونې ده، تر اوسه د تورخم له لارې شاوخوا ۵۵ زره کورنۍ له پاکستان راستنې شوې دي.

Views: 42

Exit mobile version