Pajhwok Afghan News

افغانستان په روانه میاشت کې له متحده عربي اماراتو سره د کرکټ شل اووریزې لوبې کوي

اټلانټا (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۲) : د افغانستان کرکټ بورډ د روانې میاشتې په پای کې له متحده عربي اماراتو سره د درېیو شل اووریزو لوبو مهالوېش اعلان کړی دی.

دکرکټ بورډ لخوا د لېندۍ په ۱۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي لوبډله د روانې دسمبر میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د درې نړیوالو شل اوریزو او دوو یو ورځنیو تمریناتي لوبو په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي.

سرچینې زیاته کړې چې  د ملي اتلانو د لوبو یاده لوبلړۍ به د دسمبر په ۲۵مه پیل او د ۲۰۲۴م کال د جنوري تر دویمې نېټې پورې دوام ومومي.

کرکټ بورډ ویلي، افغان اتلان به له دریېو نړیوالو شل اوریزو سیالیو وړاندې، دوه تمریناتي یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي چې لومړی به یې د دسمبر میاشتې په ۲۵مه او دویمه هغه په ۲۷مه نېټه پر شارجه کرکټ لوبغالي ترسره شي چې ورپسې به نړیوالې شل اوریزې لوبې هم پر یاد لوبغالي د دسمبر په ۲۹مه، ۳۱مه او وروستۍ هغه د جنوري میاشتې په دویمه نېټه ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د هغه هوکړه لیک له مخې ترسره کېږي چې تېر کال د افغانستان کرکټ بورډ او متحده عربي اماراتو د کرکټ ادارې ترمنځ لاسلیک شوی و چې پر بنسټ یې افغانستان کرکټ بورډ هر کال له یاد هېواد سره درې شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کوي او په بدل کې یې متحده عربي امارات افغان لوبغاړو او مسوولینو ته د ویزو د ورکړې، له نورو هېوادونو سره د افغانستان د کوربه توب پر مهال د لوبغالو د فیس په نه ورکړې او نورو اړوند ډګرونو کې همکاري کوي.

اماراتو سره تر لوبو وروسته به ملي لوبډله هندوستان ته ځي او له دغه هېواد سره به د کرکټ درې شل اووریزې نړۍوالې لوبې کوي او تر هغې وروسته به دټسټ، یوه ورځنۍ او شل اووریزو لوبو لپاره سریلانکا ته سفر کوي.

 

Views: 26

Exit mobile version