ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځو ولایتونو کې د یونیسف په مرسته ۲۲۰ ښوونځي بېرته فعال شوي

پنځو ولایتونو کې د یونیسف په مرسته ۲۲۰ ښوونځي بېرته فعال شوي

author avatar
11 Dec 2023 - 16:43
پنځو ولایتونو کې د یونیسف په مرسته ۲۲۰ ښوونځي بېرته فعال شوي
author avatar
11 Dec 2023 - 16:43

ترینکوټ (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۲): له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د دې ادارې په مرسته ۲۲۰ غیرفعال ښوونځي بیا فعال شوي دي.

د یونیسف چارواکو دغه څرګندونې نن (د لېندۍ ۲۰مه) اروزګان کې د سوېل‌لوېدیځ زون په کچه د خپلې کلنۍ ارزونې پرمهال یوې غونډې ته وکړې چې حکومتي چارواکو هم په کې ونډه لرله.

د افغانستان په سوېل کې د یونیسف د تعلیم څانګې مسوول محمدسرور اماني په یاده غونډه کې وویل، دې ادارې په تېرو ۱۱ میاشتو کې په کندهار، اروزګان، هلمند، زابل او نیمروز ولایتونو کې ۲۲۰ هغه ښوونځي چې له کلونو راهیسې تړلي وو، بیا فعال کړي دي.

هغه وایي چې یاد ښوونځي له کلونو راهیسې د جګړو له امله تړل شوي وو او یونیسف د دغو ښوونځیو لپاره اوه ـ اوه ښوونکي وګومارل، د هغو ښوونځیو لپاره یې د خیمو مرسته وکړه چې ودانۍ نه لري، د تدریسي توکو مرسته یې وکړه، ۵۶ ښوونځیو ته یې احاطوي دېوالونه جوړ کړل او د جګړو پر مهال د سلو ښوونځیو زیانمنې شوې ودانۍ یې بیا ورغولې.

اماني زیاته کړه چې د همدې ښوونځیو له پرانیستلو سره ۴۵ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

افغانستان کې د یونیسف د څارنې او ارزونې برخې مسوول سلویستر بفو (Salvistor Baffu) په یاده ناسته کې وویل، پوهنې او روغتیایي خدماتو ته د یو شمېر ماشومانو نه لاسرسي دغه اداره اندېښمنه کړې ده.

هغه وایي، د دې ادارې د موندنو له مخې، افغانستان کې په هرو دوو ماشومانو کې یو یې تعلیم ته لاسرسی نه لري او د هرو پنځو ماشومانو له ډلې یو یې په درنو کارونو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه، د امیدوارۍ پرمهال روغتیایي مرکزونو ته د میندو نه ورتګ د دې لامل کېږي چې د هېواد په کچه په هرو زر ماشومانو کې ۵۵ یې له پنځه کلنۍ مخکې ژوند له لاسه ورکړي.

دغه راز، دی وایي چې په ډېرو سیمو کې د مسلکي قابلو او ښځینه روغتیاپالانو نه شتون، د امیدوارۍ پر مهال واکسینو او تقویتي توکو ته د ځینو میندو نه لاسرسی د ماشومانو د مړیني لاملونه بلل کېږي.

د اروزګان د اقتصاد ریاست رییس مولوي مولاداد حسن په یاده ناسته کې وویل، د اروزګان ولایتي اداره د یونیسف د چارو په پلي کولو کې همکاري کوي.

هغه د دې ادارې له مسوولینو وغوښتل چې د دغه ولایت لرو پرتو سیمو ته خپل خدمات ورسوي.

د اروزګان د پوهنې رییس مولوي کامران اخندزاده بیا له یونیسف څخه وغوښتل چې د دغه ولایت په کچه د ۴۰ بندو ښوونځيو بیا پرانیستلو او سلو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو ترڅنګ په ولسوالیو کې د مسلکي ښوونکو د ګومارنې برخو کې ورسره مرسته وکړي.

Views: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.