ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو پر ستونزو د درې او څلور اړخیزو ناستو جوړولو هڅې پیل کړې

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو پر ستونزو د درې او څلور اړخیزو ناستو جوړولو هڅې پیل کړې

author avatar
12 Dec 2023 - 03:32
ملګرو ملتونو د افغان کډوالو پر ستونزو د درې او څلور اړخیزو ناستو جوړولو هڅې پیل کړې
author avatar
12 Dec 2023 - 03:32

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازو ورسره د کډوالو پر ستونزو د درې او څلور اړخیزو غونډو جوړولو په تړاو خبرې کړې دي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له ریيسانو لیونارد زولو او فيليپا کندلر سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د نغدي مرستو له مرکزونو د څارنې، له پاکستانه د اجباري راستنېدونکو د ثبت او د ياد سازمان د سیمه‌یېزو دفترونو د فعاليتونو په اړه خبرې وشوې.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ریيس لیونارد زولو په دې لیدنه کې وويل چې د نننۍ لېدنې موخه د کډوالو وضعيت څېړل، د درې اړخيزو او څلور اړخيزو ناستو په اړه د دغه وزارت د پيغام رسول او په منظمه او ابرومندانه توګه له پاکستانه د کډوالو راستنېدنه څو په راتلونکي کې مثبتې پايلې ولري.

هغه زیاته کړه، دغه سازمان په هر ډول حالت کې لا زياتو مرستو ته چمتو دی.

ورته مهال، په پاکستان کې د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ریيسې فيليپا کندلر وويل چې موخه یې له راستنېدونکو سره له نږدې لیدنه ده.

نوموړې زیاته کړه، څو څو ځلې یې له پاکستاني چارواکو سره د اجباري اخراج، د هغوی د شتمنيو، حقوقو خونديتوب او درې اړخيزو ناستو په اړه لیدنې کړې څو پاکستان له دغه تاوتريخوالي لاس واخلي.

د یادونې ده، درې اړخیزه ناسته د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو  او څلور اړخیزه ناسته د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ ترسره کېږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال وويل، د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې له خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې ولري، پاکستان د مخکنيو تړونونو هم پابند نه و، اسلامي امارت د راستنېدونکو برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی، تل همکارۍ ته چمتو او په هر حالت کې به له هغوی ملاتړ وکړي.

راشد زياته کړه، د افغانانو جبري شړل د ټولو نړۍوالو قوانينو او ښه ګاونډيتوب خلاف دي.

هغه دغه راز له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

[/restrict]

Views: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.