Pajhwok Afghan News

ملګري ملتونه وايي، میانمار د تریاکو په تولید کې له افغانستانه مخکې شوی

کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (یو‌اېن‌اوډي‌سي) اعلان کړی چې میانمار په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو د تولید برخه کې له افغانستانه مخکې شوی او نړۍ کې د تریاکو پر ستر تولیدوونکي هېواد بدل شوی دی.

د ملګرو ملتونو یاد دفتر نن (سه‌شنبه) په یوه راپور کې لیکلي، د اسلامي امارت له حاکمېدو وروسته افغانستان کې د تریاکو په تولید او د کوکنار کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

د راپور له مخې، میانمار کې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۳ پورې پر ۱۱۶ زره او ۴۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي او ۱۸ سلنه ډېروالی ښيي.

د یاد دفتر د شمېرو له مخې، د تریاکو اټکلي تولید هم په ۱۶ سلنه زیاتوالي سره په ۲۰۲۲ کال کې ثبت شوي مخکني ریکارډ په پرتله لوړ دی.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې دفتر زیاته کړې، سوېل‌ختیځې اسیا کې د خشخاشو کښت فقر، د دولتي خدمتونو له کموالي، د اقتصادي ستونزمن چاپېریال، بې‌ثباتۍ او ناامنۍ سره نږدې اړیکه لري.

یاد راپور په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان تېر کال د تریاک تولیدوونکو هېوادونو په لومړي سر کې و او د یاد دفتر په وینا، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د خشخاشو کښت کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی و.

Views: 21

Exit mobile version