Pajhwok Afghan News

د بامیان خلکو د هرات له زلزله‌ځپلو سره څه باندې دوه میلیون افغانۍ مرسته وکړه

بامیان (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د بامیان والي د دغه ولایت د اوسېدونکو له لوري د هرات زلزله‌ځپلو لپاره د څه باندې دوه میلیون افغانیو له راټولېدو خبر ورکوي.

د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «دوه میلیون او ۳۹۷ زره او ۹۰ افغانۍ چې د بامیان د خلکو، ملکي او نظامي مسوولینو له لوري د هرات له زلزله‌ځپلو سره مرسته راټوله شوې وه، تېر مازدیګر مو هرات ولایت ته ولېږله.»

هغه زیاتوي: «راټوله شوې مرسته د ځایي ادارې رهبرۍ، د استخباراتو مسوول، علما او د خلکو استازي په شتون کې د نوي کابل بانک له لارې د هرات وروستیو زیانمنو شوو ته لېږل شوې ده.»

د بامیان د شیعه علماوو شورا رییس سید نصرالله واعظي د خلکو له همکارۍ د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې د هرات زلزله‌ځپلو ته د نغدي مرستې په راټولولو کې د بامیان اوسېدونکو ګډون او برخه اخیستل یو نېک کار دی.

هغه زیاته کړه: «د بې‌وزلۍ او بېکارۍ شدت ته په پام سره چې خلک تل ورسره لاس او ګرېوان دي، خو د همکارۍ احساس، د یو او بل پر وړاندې مسوولیت منل او له اړمنو سره مرسته د افغانستان د خلکو ترمنځ د ملي یووالي او د یو بل منلو پیاوړتیا ښيي.»

د یادولو ده، ځینو هېوادونو، سازمانونو، مرسته‌کوونکې موسسو، ملي سوداګرو، ورزشکارانو او د افغانستان سرپرست حکومت د هرات له زلزله‌ځپلو سره د خوراکي توکو پر مرستو سربېره نغدي مرستې هم کړې او دا لړۍ اوس هم دوام لري.

د روان کال د تلې په ۱۵مه هرات کې د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله وشوه او له هغې وروسته ډېرې نورې زلزلې هم وشوې؛ د سرچینو د معلوماتو له مخې، د یادې زلزلې له امله څه باندې شپږ زره کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او خلکو ته یې سخت مالي زیانونه هم واړول.

Views: 20

Exit mobile version