کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وایي چې له افغانستانه پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه یې تر ډېره له منځه وړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پرمختګ وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایوینګ سره کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د افغانستان او چین دوه اړخیزو اړیکو کې پر وروستیو پرمختګونو، په ځانکړي توګه «ټرانس همالیا فورم» کې د بهرنیو چارو وزیر ګډون، د دواړو بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه او بیجینګ کې ا.ا.ا. لوی سفیر د کار پیل او په افغانستان کې د چین د پانګونو په باب هراړخیزې خبرې وشوې.
سرچینې ویلي، په دې ناسته کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير وويل چې په بيجينګ کې د افغانستان د سفير د کار پيل يو مهم پرمختګ دی.
په دې لیدنه کې متقي ټینګار وکړ چې د مسعینک پر پروژې دې عملي کار پیل شي او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان اړوند ادارې پوره چمتووالی لري.
متقي زیاته کړې، دواړه لوري باید پر هغو لارو چارو کار وکړي چې چین ته د افغانستان صادارت زیاتوي.
سرچینې ویلي، په دې ناسته کې د چین استازي وویل چې هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او هیڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
نوموړي ویلي، چين له افغانستانه پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه تر ډېره له منځه وړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري وده وکړي.
دغه راز، په دې لیدنه کې د چين ځانګړي استازي ټينګار کړی چې د مسعینک پروژې د عملي کار پيل په تړاو دې د دواړو هېوادونو اړونده ادارې لا ډېر کار وکړي.
بلخي لیکلي، په دې ناسته کې دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پر زیاتوالي او سیاسي برخو کې پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.
Views: 38