فیضاباد (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): بدخشان کې ځایي مسوولین وایي چې د فیضاباد ښار د اوومې ناحیې ۴۰۰ کورنیو ته چې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ وو، د اوبو یوه شبکه جوړه شوه.
د بدخشان د اوبو رسونې شبکې امر ملا محبالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوه میاشت مخکې د فیضاباد ښار د اوومې ناحیې خاتم الانبیا جومات د اوبو رسولو شبکې چارې پیل شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه وویل چې د دې پروژې په بشپړېدو سره ۴۰۰ کورنیو ته چې مخکې یې د څښاک پاکو ته لاسرسی نه درلود، د څښاک پاکې اوبو برابرې شوې.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې ټول لګښت یو میلیون او سل زره افغانۍ و، چې ۲۶۰زره افغانۍ یې د خلکو او ۸۴۰ زره افغانۍ یې د اوبو رسولو دولتي شرکت له خوا ورکړل شوې دي.
هغه وایي، د اوبو رسولو امریت هڅه کوي چې د فیضاباد لوړې سیمې او هغه ځایونه چې د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري، د ښار له اوبو سره وصل کړي.
په ورته وخت کې د سیمې د خلکو استازي معلم زمانالدین وویل، چې پخوا یې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه څو ځلې عرېضې وکړې، خو له بدمرغه کومه مثبته نتیجه يې ترلاسه نه کړه.
د فیضابا ښار په اوومه ناحیه کې له څښاک پاکو اوبو یو بل مستفید شوی کس نجمالدین وایي، د دوی د سیمې خلکو له کلونو راهیسې د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ وو.
هغه زیاته کړه، خلکو د سطحي او غیرصحي څاهګانو له اوبو استفاده کوله چې هر کال به په کورنیو کې د بېلابېلو ناروغیو شاهدان وو، خو اوس به د دې پروژې په تطبیقېدو سره دوی له ډېرو ناروغیو څخه خوندي وي.
Views: 17