ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ننګرهار کې ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
22 Dec 2023 - 14:04
ننګرهار کې ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
22 Dec 2023 - 14:04

جلال‌اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر ماښام د مومندرې ولسوالۍ اړوند غزګي سيمه کې د جلال اباد ـ تورخم پر لويه لاره ترافيکي پېښه شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه پېښه چې د یوه کوچني موټر د چلوونکي د بې‌احتياطۍ له امله شوې چې دوه کسان پکې مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي عزیز احمد پژواک ته وويل، دغه موټر د واده له کاروان سره روان و چې مخې ته يې ټېلر موټر راغلی او موټر چلوونکی وارخطا شوی، موټر يې له سړک نه لاندې غورځولی دی.

د جلال اباد ـ تورخم لويه لاره په ختيځو ولايتونو کې د کابل – جلال‌اباد تر لویې لارې وروسته د ترافيکي پېښو له امله دويمه مرګونې لار ګڼل کېږي.

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.