ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د اماراتو پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ د اماراتو پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

author avatar
22 Dec 2023 - 15:18
کرکټ بورډ د اماراتو پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه
author avatar
22 Dec 2023 - 15:18

کابل (پژواک، د مرغومۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ له متحده عربي اماراتو سره د  لومړنیو دوو تمریناتي یو ورځنیو سیالیو لپاره د یو شمېر نوو لوبغاړو په ګډون افغان لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دوو یو ورځنیو تمریناتي لوبو لپاره نوملړ اعلان کړ او ډېر ژر به د یاد هېواد پر وړاندې د شل اووریزو نړۍوالو سیالیو نوملړ هم ځانګړی کړي.

سرچينه زياتوي، د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دوو یو ورځنیو تمریناتي لوبو په موخه ۱۷ کسیز نوملړ مشخص شوی چې په کې حشمت‌الله شهیدي (لوبډل‌مشر)، اکرام علي‌‎خېل او اسحاق رحیمي (ویکټ‌ساتونکي)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض‌حسن، رحمت‌شاه، دروېش رسولي، بهیرشاه محبوب، ګلبدین نایب، عظمت‌الله عمرزی، شرف‌الدین اشرف، قیس‌احمد، عبدالرحمن رحماني، فریداحمد ملک، یمین احمدزی، بلال سمیع او ضیاءالرحمن اکبر غوره شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به نن متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او د روانې میلادي (ډسمبر) میاشتې په ۲۵ او ۲۷ نېټو به د یاد هېواد پر وړاندې دوه غیررسمي یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر اسدالله خان له قوله لیکل شوي، دوی په پام کې لري چې د یاد هېواد پر وړاندې د درېیو نړۍوالو شل اووریزو سیالیو لپاره یو غوره لوبډله ځانګړې کړي، څو ورسره لوبغاړي د راتلونکو ټولو لوبو لپاره غوره چمتو او تیار واوسي.

هغه ویلی دا چې یادې سیالۍ د تیاري او چمتووالي په موخه ترسره کېږي نو هیله ده چې لوبغاړي ترې ښه ګټه پورته کړي.

Views: 51

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.