کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د م.م پخواني استازي تادامیچي یاماموتو ویلي چې له ا.ا سره د نړۍ د اړیکو عادي کېدل د افغانستان او نړۍ په ګټه دي او جاپان چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه د تادامیچي یاماموتو ماموریت پنځه کلنه دوره د ۱۳۹۹ کال په وري میاشت کې پای ته ورسېده. هغه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له متقاعدو ډيپلوماتانو دی او اوس له یوه جاپاني پلاوي سره کابل ته راغلی.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو دغه پخواني ځانګړي استازي په کابل کې د جاپان سفارت سرپرست او د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ رییس د افغانستان د ریاستالوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره تېره ورځ په کابل کې لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي ویلي چې له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو عادي کېدل د افغانستان او نړۍ دواړو په ګټه دي او جاپان چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ رییس اتسوشي سونامي په افغانستان کې د سراسري امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «موږ د جاپان د خلکو غږ یو او له افغانانو سره مرستې ته تیار یو.»
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د سراسري امنیت ټینګښت د دې لامل شوی چې د روغتیا، پوهنې، کرنې، اوبولګولو او نورو برخو کې فعالیتونه پیل شي.
هغه ویلي: «زموږ د بنسټ موخه د افغانانو هوساینه ده او په دې برخه کې به له هیڅ ډول هڅو درېغ ونه کړو.»
د خبرپاڼې له مخې، په یاده لیدنه کې په افغانستان کې د جاپان سفارت سرپرست ویلي چې جاپان له افغانستان سره له ۵۸ میلیون ډالرو ډېره مرسته کړې او د خوراکي توکو او راستنېدونکو کډوالو په برخو کې به هم مرستې وکړي.
په خبرپانه کې راغلي چې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له یاد پلاوي سره په لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو، په ځانګړي ډول د ډاکټر تیتسو ناکامورا د خدمتونو او کړنو ستاینه کړې.
د جاپان د پياېماېس خیریه بنسټ مشر ډاکټر تیتسو ناکامورا چې په ۱۳۹۸ کال کې ننګرهار کې په یوه برید کې ووژل شو، شاوخوا ۲۵ کاله د افغانانو په خدمت کې تېر کړل؛ هغه د ننګرهار په ښېوې، درهنور، کامې او بهسودو ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو خړبولو لپاره بېلابېلې پروژې پیل او ځینې یې بشپړې کړې.
د خبرپاڼې له مخې، د ریاستالوزرا اداري مرستیال ویلي چې اسلامي امارت عمومي عفوه کړې، د نشهیي توکو کر، تولید، قاچاق او استفاده یې منعه کړي او په هېواد کې امنیت ټینګ شوی.
هغه د روږدو ټولول او درملنه، د اداري فساد مخنیوی او له کورنیو عوایدو د بودجې تنظیم د افغانستان د سرپرست حکومت له لاستهراوړنو یاد کړي او ویلي یې دي: «موږ د افغانستان جوړولو او ابادۍ لپاره هڅې کوو.»
حنفي ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر اساس نيکې او ښې اړيکې غواړي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د هيڅ هېواد پر ضد فعاليت وشي.
Views: 81