هرات (پژواک، ۴ مرغومی ١٤٠٢): په افغانستان کې د ترکيې د پوهنې بنسټ رییس د هرات له والي سره لیدنه کې ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو له لارې عصري زدهکړو ته د پراختيا په هڅه کې دی.
په افغانستان کې د ترکيې د پوهنې بنسټ عمومي رييس احمد توکور نن د هرات له والي او په دغه ولايت کې د هېواد بهرنيو اړيکو له استازي سره کتلي دي.
هغه په دې لیدنه کې ویلي چې ترکیه د افغانستان د پوهنې له برخې ملاتړ کوي او د پوهنې برخه کې هر ډول همکارۍ او نوښت ته چمتو دی.
هغه زیاته کړې: «موږ د افغان – ترک ښوونځیو له لارې په ښوونیزه برخه کې د افغان ځوانانو او زلمیو ودې ته ژمن یو او غواړو په دې برخه کې لا زیات رول ولوبوو.»
په افغانستان کې د ترکيې د پوهنې بنسټ عمومي رییس په خبره، ترکيه په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو له لارې عصري زدهکړو ته د پراختيا ورکولو په هڅه کې ده چې د زدهکوونکو د ظرفيتونو لوړولو او ودې په ګډون به په بېلابېلو برخو کې ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.
بلخوا، په دې لیدنه کې د هرات والي مولانا نوراحمد اسلامجار په هېواد کې د ترکيې د ښوونې او روزنې له بنسټه د اغېزناکو علمي فعاليتونو له امله د مننې ترڅنګ ویلي چې د افغانستان او ترکيې فرهنګونه سره تړلي او د دواړو هېوادونو خلک ډېر مشترکات لري.
هغه څرګنده کړې چې د ترکيې پوهنې بنسټ فعالیت بايد تر خپلو ښوونځيو پورې محدود نه وي او د هرات ولايت په کچه دې هم د دولتي ښوونځيو د زدهکوونکو د ښوونې او روزنې برخه کې همکاري وکړي چې د دغه ولايت سيمهييزه اداره به په دې برخه کې د ملاتړ لپاره تر خپل وسه هلې ځلې وکړي.
د یادولو ده، دا مهال د هېواد په ۸ ولایتونو کې د افغان – ترک ښوونځي فعالیت لري چې ټولټال څه باندې شپږ زره زدهکوونکي په کې په زدهکړو بوخت دي.
Views: 36