Pajhwok Afghan News

وثیق: تر اوسه یونیم میلیون جريب غصبي ځمکه راګرځول شوې ده

چاریکار (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): د ا.ا د قضایاوو عمومي رییس وايي چې له غصبه د امارتي ځمکو راګرځولو او مخنیوي کمېسیون له جوړېدو راهیسې تر اوسه د هېواد په کچه یونیم میلیون جریب ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې ده.

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست معلوماتو پر بنسټ، د اسلامي امارت د قضیو عمومي رییس احسان‌الله وثیق پرون په پروان کې له غصبه د امارتي ځمکو او جایدادونو راګرځولو او مخنیوي مرکزي کمېسیون له مسوولینو او ولایتي چارواکو سره لیدنه کې ویلي چې د دغه کمېسیون له جوړېدو ۱۵ میاشتې تېریږي.

هغه زیاته کړې: «لله‌الحمد موږ د افغانستان په کچه یو اعشاریه پنځه میلیون جریب راګرځول شوې ځمکه لرو چې د ځمکې بانک ته سپارل شوې، د اسلامي امارت په واک کې ده او له غصبه او د غاصبینو له تهدیده خلاصه شوې ده.»

وثیق وايي چې دغه کمېسیون د نږدې ۴۰۰ زره جریب نورې ځمکې په تړاو هم پرېکړه کړې، خو دغه پرېکړه تر اوسه نه ده عملي شوې.

هغه زیاته کړه چې په نږدې ورځو کې به د دې پرېکړې په پلې کېدو سره له غصبه راګرځول شوې ځمکه یو اعشاریه نهه میلیون جریب ته ورسېږي چې دا یوه لویه لاسته‌راوړنه ده.

وثیق د روان کال د زمري په پنځمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي وو چې تېرو لسو میاشتو کې د یاد کمېسیون د څېړنو پایله کې د هېواد په کچه څه باندې ۷ میلیون او ۵۰۰ زره جریب غصبي ځمکه تشخیص شوې ده.

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې له غصبه د املاکو مخنیوي ولایتي کمېسیون تخنیکي مسوول مولوي محمدرحیم نعماني ویلي چې تخنیکي پلاوي په دغه ولایت کې ۳۲ زره او ۲۴۸ غصب شوې ځمکه تشخیص کړې چې څه باندې ۱۳ زره جریب یې له غصبه راګرځولې ده.

Views: 52

Exit mobile version