Pajhwok Afghan News

سږ کال په هېواد کې ۴۰۰ زره مټريک ټنه وريجې توليد شوې دي

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): د احصایي او معلوماتو ملي اداره وایي چې روان ۱۴۰۲ کال په ټول هېواد کې ۴۰۰ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي.

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، دې ادارې له ريموټ سنسېنګ ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخيستو – چې د سټلايټي انځورونو تفسير او تعبير په کې شاملېږي – په ۱۴۰۲ کال کې هغه ساحې په نښه او تثبیت کړي چې وریجې په کې کرل شوې، د هغه له تحليل او شننې وروسته دغه ارقام خپروي.

دې ادارې ویلي، د دغه اټکل له مخې په روان کال کې د هېواد د ۱۶ ولایتونو په ۱۲۹ زره هکټاره ځمکه کې وریجې کرل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د تېر کال په پرتله د وریجو کښت زیاتوالی ښیي او دغه زیاتوالی په بغلان او لغمان ولایتونو کې لیدل کېږي.

د احصایي ادارې ویلي، د ارقامو له مخې کندوز ولایت تر ټولو ډېر (۳۹ زره هټکاره) او سرپل تر ټولو کم (۱۶۰ هکټاره) د وریجو کښت درلوده.

سرچینې زیاته کړې، په ۱۴۰۲ کال کې په ټول هېواد کې ۴۰۰ زره مټريک ټنه وريجې توليد شوې چې تر ټولو ډېر توليد (۱۲۵زره مټريک ټنه) په کندوز ولايت کې دي.

دغه ادارې ویلي، له کندوز وروسته تخار ۸۸ زره مټريک ټنه، بغلان کې څه باندې ۴۹ زره مټريک ټنه، ننګرهار کې نږدې ۴۸ زره مټريک ټنه او کونړ کې نږدې ۱۹ زره مټريک ټن وريجې تولید شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان کال په هېواد کې ۶۸۸ زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده.

Views: 37

Exit mobile version