مهترلام (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): د لغمان ولایت سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ کیلومتره نوي سړک جوړولو چارې پيل شوې چې بېلابېل کلي به سره ونښلوي.
د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه سړک پر جوړولو ۱۹ میلیون افغانۍ لګښت راځي او د ملګرو ملتونو د خدماتو پروژې دفتر «UNOPS» له لوري ورکول کېږي.
هغه وویل چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د الیشنګ ولسوالۍ اړوند شاوخوا لس لوی او واړه کلي له یو بل سره ونښلول شي او د یوې میاشتې په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
د الیشنګ ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل هم وایي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د کوټا، کرنډالۍ، کاسکین، پړاین، نورام، میاصیب دېره، زیارت کلی، راهین، سلاب علیا او اسلاماباد کلي له یو بل سره ونښلول شي او دغه راز به ۱۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د کرنډالۍ د سیمې اوسېدونکی مولوي عبدالرازق وایي چې دوی په غرنۍ سیمه کې مېشت دي، خوراکي توکي او نور اړین مواد به یې په څارویو لېږدول خو اوسمهال خوښ چې کلي ته یې سړک جوړېږي.
بلخوا بیا د لغمان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست ویاند شمسالرحمن شمس وایي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تر ۳۰۰ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي.
Views: 179