ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جاپان سفیر د افغانستان د روغتیا له سکټور سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی

د جاپان سفیر د افغانستان د روغتیا له سکټور سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی

author avatar
28 Dec 2023 - 13:42
د جاپان سفیر د افغانستان د روغتیا له سکټور سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی
author avatar
28 Dec 2023 - 13:42

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د افغانستان لپار د جاپان سفیر د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیا له سکټور سره د خپل هېواد همکاریو په دوام ټینګار کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه د افغانستان لپاره د جاپان سفیر کورومیا تاکایوشي سره د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر قلندرعباد د لیدنې خبر ورکړی دی.

سرچینې ویلي چې په دې لیدنه کې د روغتیا برخه کې د مشارکت او د دواړو هېوادونو د دوامدارو همکاریو په اړه خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر له افغان – جاپان روغتون سره د جاپان د همکاریو له امله مننه وکړه.

په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د روغتیا برخه کې له ګډ کار او مستمرې همکارۍ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې ډېر ژر به له افغانستان سره د درملو او ۱۳ مجهزو امبولانسونو مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د عامې روغتیا وزیر د مالیزیا له پخواني لومړي وزیر ماهاتیر محمد سره د سوداګرۍ او له هغه هېواده د افغان ګرځندویانو د لیدنې په اړه خبرې کړې وې.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.