Pajhwok Afghan News

پکتیا کې د تېر کال په پرتله د جلغوزیو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي

ګردېز (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د جلغوزیو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي خو بیې یې بیا ۳۰ سلنه لوړې شوې دي.

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالروف سعید پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ معلومات ښیي، د تېر کال په نسبت د جلغوزیو نتیجه پوره خوندوره نه وه، د ځینو ناروغیو له کبله یې حاصلات د تېر کال په پرتله  ۶۰سلنه کم شوي، تېر کال چې موږ کوم تخمیني ارقام ټول کړي وو ۴۹۱،۶ ټنه حاصلات و خو سږ کال تر شپیته سلنې حاصلات کم دي خو بیې یې ۳۰ سلنه لوړ شوې دي.»

هغه وایي چې د جلغوزیو ونې همدا خاصیت لري چې یو کال ښه حاصل ورکوي او په بل کال یې حاصلات کمېږي.

په پکتیا ولایت کې د جلغوزیو یو سوادګر رحمت الله هم وایي، که څه هم سږ کال د جلغوزیو حاصلات کم و خو بیه یې د تېرکال په پرتله دوه برابره لوړه ده.

هغه وایي: «تېر کال یو پوخ من چې۵۲ کیلو کیږي له یو لک شپیته نیولې تر دوه لکو پاکستانۍ کالدارو  پورې و، خو سږ کال همدا من اوس دلته په مارکیټ کې تر پینځه لکه پاکستانۍ کالدارو رسیدلی د قیمتونو لوړوالي دوه علطونه دي یو حاصل کم دی بل سږ کال جلغوزي نړیوال مارکیټ یوړل شول.»

د پکتیا د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۳۰ زره هکتاره ځمکه د جلغوزیو په ځنګولو پوښلې ده.

Views: 104

Exit mobile version