Pajhwok Afghan News

اروزګان کې امنیتي ځواکونو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه ترلاسه کړې

ترینکوټ (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲):  د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.

د اروزګان امنيې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ امنیتي ځواکونو د ګېزاب ولسوالۍ د ځیندرې سیمې په یوه کور کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه، له یادې زېرمې یو غرنی هاوان، پنځه کلاشینکوفونه، دوه دوربینونه، یوه مخابره،  لس لاسي بمونه، زر د پیکاه مرمۍ، دوه زره د کلاشینکوف مرمۍ او یو سټلایټ مبایل ترلاسه شوي دي.

دی وايي چې تر دې مهاله د یادو وسلو او مهماتو ساتلو په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

Views: 331

Exit mobile version