ګردېز (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۲): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې له پخوا د یوې پاتې سرګلولې چاودنه کې درې خويندې وژل شوې دي.
د زرمت ولسوالۍ د دیوانهخېلو سیمې اوسېدونکي او د یادو نجونو پلار محمدجان پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې جمعې په ورځ یې لوڼو په دښته کې د کور لپاره لرګي ټولول چې یوې پخوانۍ سرګلولې پرې چاودنه کړې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې يې یوه اته کلنه، یوه لس کلنه او یوه دوولس کلنه لوڼې وژل شوې دي.
د پکتيا ولايت مقام د دفتر رييس مولوي شمسالحق حقبین چې د غمرازۍ لپاره یادې کورنۍ ته ورغلی و وايي، په دې چاودنه کې چې د يوې پخوانۍ سرګلولې له کبله شوې، درې ماشومې خويندې وژل شوې دي.
نوموړي وويل چې دوی هڅه کوي د موسسو په مرسته ټولې سیمې له ناچاوده توکو پاکې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په اروزګان ولایت کې هم د یوې سرګلولې چاودنې له مله درېيو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP