ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د اتو میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

لغمان کې د اتو میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

author avatar
1 Jan 2024 - 17:36
لغمان کې د اتو میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې
author avatar
1 Jan 2024 - 17:36

مهترلام (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۲): د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د اتو میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک او د کابل او ننګرهار د موټرو اډې لپاره د احاطې دېوال جوړولو چارې پيل شوې.

په دې اړه جوړې شوې غوندې ته د مهترلام ښاروال مولوي رحمت‌الله شهامت وویل چې د اته میلیونو افغانیو په لګښت په مرکز مهترلام کې د کابل او ننګرهار د موټرونو اډې لپاره د ۳۸۰ مترو په اوږدوالي د احاطې دېوال او د نهه سوه مترو په اوږدوالي د یوه کانکرېټي سړک د جوړولو چارې پيل شوې.

هغه وايي چې د یادو رغنیزو پروژو چارې به د شاوخوا څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ورته وخت کې د لغمان- ننګرهار لین یوه موټرچلوونکي الله‌ګل سادات پژواک ته وویل چې له دغه کار سره به هم موټرونه تنظیم شي او هم به خاورې دوړې کمې شي.

Views: 204

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.