Pajhwok Afghan News

وچکالي او سړه هوا؛ دایکنډي کې کروندګر وايي، د بادامو حاصلات یې بې‌ساري کم شوي

نیلي (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): د دایکنډي ځایي مسوولینو د دغه ولایت د بادامو په حاصلاتو کې د ۳۱ سلنې کموالي خبر ورکوي او وایي، سږ کال نږدې ۲۱ زره مټریک ټنه بادام راټول شوي دي.

د دایکنډي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د باغدارۍ د ترویج مدیر هاشم بهزاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال د دغه ولایت د بادامو حاصلات ۲۰ زره او ۷۶۹ متریک ټنه دي چې د تېر کال په پرتله ۳۱ سلنه کموالی په کې راغلی دی.

هغه وویل تېر کال کې د دایکنډي بزګرو شاوخوا ۲۹ زره او ۹۳۶ مټریک ټنه بادام لاسته راوړي وو او زیاته یې کړه چې سږ کال د بادامو په حاصلاتو کې کموالی د وچکالۍ، سړې هوا، مرضونو او نباتي افاتو له امله و.

دایکنډي ۲۱ ډوله بادام لري چې مشهور یې عبدالواحدي، سنګکي، ستربایي، کاغذي او کفمل دي د بهزاد په خبره دا بادام له ځانګړي شهرته برخمن دي او په بازار کې په لوړه بیه پلورل کېږي.

نوموړی وایي چې د دایکنډي په شهرستان، نیلي او میرامور ولسوالیو کې ډېر بادام تولیدېږي، د دغه ولایت بادام کابل، غزني او نورو ولایتونو ته صادریږي.

هغه وویل چې د دایکنډي اوبه او خاوره د بادامو لپاره مناسبه ده او د اوبو کمښت پر وړاندې یې مقاومت ډېر دی، خو بیا هم دې وروستیو وچکالیو بادامو ته جدي زیان رسولی دی.

د دایکنډي د کرنې ریاست دغه مسوول وایي چې دوی له بزګرو څخه د ملاټړ او د بادامو د بدیلو بوټو د ترویج په موخه هڅه کوي.

ورته وخت کې د دایکنډي بزګر هم د بادامو حاصلاتو له کموالي شکایت لري او له حکومته د دوی د ملاتړ غوښتنه کوي.

د دایکنډي د یوه بزګر محمد افګاري په خبره، ډېر کلونو یې د بادامو په روزنه کې تېر کړي او د عاید یوازېنۍ منبع یې دغه محصول دی، هغه وایي چې حاصلات یې نسبت تېر کال ته نیمایي ته کم شوی دی.

هغه وویل، په کومو ځایونو کې چې اوبه وې هغو ځایونو کې د بادامو حاصل ښه و، کومو ځایونو کې چې اوبه کمې وې د بادامو ونې وچې شوې.

هغه وویل: «د دغو خلکو وروستي حاصلات بادام دي، د بادامو ونه سخته او د کمو اوبو په مقابل کې یې مقاومت ډېر دی، الله مکړه که یو کال نور هم داسې وچکالي وي، فکر نه کوم چې نور حاصل ورکړي.»

د دایکنډي یوه بل اوسېدونکي علي مجاهد وویل چې د خلکو ژوند له کرنې په ځانګړي ډول له بادامو سره تړلی دی، خو د سږ کال وچکالۍ په بادامو اغېزه کړې او خلکو خپل عاید له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل: «زموږ خلکو څو وروستیو کلونو کې ‎ کرنیز حاصلات نه دي اخیستي، خو د دغو ټولو هیله یوازې همدا بادام وو، خو بادامو هم د وچکالۍ له امله خپل حاصلات له لاسه ورکړي دي.»

دی هم له حکومته غواړي چې د بادامو د بدیل بوټي په ترویجولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

د دایکنډي ولایت ډېری اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د عاید سرچینه یې هم همدا محصولات جوړوي.

Views: 12

Exit mobile version