Pajhwok Afghan News

مرستيال والي: ننګرهار کې د متوازن انکشاف لپاره طرحه چمتو شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار مرستیال والي وايي، را روان لمريز کال لپاره يې په دغه ولايت کې د رغنيزو پروژو د پيل په موخه د متوازن انکشاف طرحه چمتو کړې ده.

هغه وايي، په دغو پروژو کې د ولسواليو د روغتيايي مرکزونو، سړکونو، پلو لارو او نورې ټولګټې پروژې شامل دي.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري دا څرګندونې نن د مرغومي په ۱۲مه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري جوړ شوي خبري کنفرانس کې وکړې.

نوموړي په دغه کنفرانس کې د روان کال د تېرو څو مياشتو ولايتي کاري رپوټ له رسنيو سره شريک کړ او دغه راز يې د را روان کال د فعاليتونو په تړاو هم معلومات ورکړل.

مرستيال والي وويل، د را روان لمريز کال لپاره د متوازن انکشاف په موخه له لسواليو ۲۲ رغنيزې طرحې اخيستل شوې او د ولايت پرمختيايي کمېټې له لارې له نړۍوالو موسسو سره شريکې شوې دي.

دی وايي، د متوازنې پراختيا له مخې به را روان کال په ټولو ولسواليو کې د سړکونو، روغتيايي مرکزونو، ښوونځيو لپاره د ودانيو او نورې ټولګټې پروژې پيل شي.

هغه زياته کړه: «موږ ولس ته ډاډ ورکوو چې انشاءالله را روان کال به د کابل – جلال‌اباد دويم لين سړک، د زر بستريز روغتون، د جلال‌اباد – تورخم دويم لين سړک او سپين جومات بيارغونه پيل کېږي او دغه راز مو خبرې روانې کړي چې له ميدان هوايي نه داخلي پروازونه، د حج پروازونه او دوبۍ ته يو پرواز پيل شي.»

مولوي بنوري د ننګرهار د دولتي ادارو د فعالیتونو په تړاو وويل، د خلکو ۴۵۰۰ عرايضو ته رسېدنه شوې، لسګونه د بيارغونې پروژې په مرکز او ولسواليو کې پلې شوي، د ټولو ولسواليو د اړتيا وړ وسايل او تجهيزاتو سروې ترسره شوې، لګښتونه يې محاسبه شوي، د کورنيو چارو وزارت ته استول شوي چې په نوي کال کې به تجهيز او ستونزې به يې حل شي.

هغه زياته کړه، همداشان په ټولو ولسواليو کې د امنيه قوماندانيو تعميرونو ترميم او د رغونې لپاره یې پنځه – پنځه ميليونه افغانۍ منظورې شوې چې همدا اوس يو تخنيکي هيات په همدې برخه کې له ولسواليو څخه په ليدنې بوخت دی.

نوموړي د ځمکو د غصب په تړاو وويل چې روان کال ۸۵زره او ۵۱۶ جريبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او ۱۳۲زره او ۸۳۷ جريبه ځمکه د تخنيکي پلاوي د څېړنې لاندې ده.

نوموړي که څه هم په اداراتو کې د فساد اوازې رد کړې او دا يې د نظام ضد اشخاصو کار ياد کړ، خو يادونه يې وکړه که هر څوک په ادارو کې له فساد شکايت لري او اسناد وړاندې کړي، دوی به يې په اړه جدي اقدامات وکړي.

Views: 59

Exit mobile version