پاراخ (پژواک ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): د پنجشېر سیمهییز مسوولین وایي چې په نهم ځل د اتیا زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د دغه ولایت له کانونو ۲۷۴۶ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد و پلورل شول.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د زمردو د پلور په نهم ځل داوطلبۍ کې د پنجشېر، کاپیسا، پروان، لوګر، بلخ، بغلان او کابل ۱۵۰ سوداګرو ګډون درلود.
هغه وویل چې دغه زمرد د پنجشېر لومړۍ حصې ولسوالۍ له ۷ کانونو استخراج شوي وو.
پنجشېر کې دوه کاله د زمردو پر استخراج بندیز لګول شوی و، خو سږ کال د زمري میاشتې په وروستیو کې دغه بندیز لري شو چې تر اوسه د دغه ولایت له کانونو ایستل شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې په نهو ځلونو کې پلورل شوي دي.
د پنجشېر د کانونو ریاست وایي چې په تېرو اتو پړاونو کې د څه باندې دوه میلیون او ۱۹۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي چې له دې لارې ۲۱۹ زره امریکايي ډالر د دولت بودجې ته تللي دي.
د پنجشېر د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د زمردو د ثبت شوو کانونو شمېر ۱۲۵۰ ته رسېږي چې له دې ډلې د ۳۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې اووه زرو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
Views: 304