Pajhwok Afghan News

هلمند کې د کبانو فارم‌لرونکي د کبانو نسل تولید برخه کې له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): هلمند کې د کبانو روزنې فارم‌لرونکي وايي چې دوی خپلو فارمونو ته د کبانو بچي له پاکستانه راوړي چې لوړ لګښت پرې راځي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې د دوی ملاتړ وکړي.

هلمند کې د کبانو روزنې او تولید فارمونو ټولنې مشر قدرت‌الله وفادار پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې لږ تر لږه ۴۰۰ فارمونه دي چې په خبره یې، دغو ټولو فارمونو ته د کبانو بچي له پاکستانه راوړل کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «که چېرې د کرنې ریاست له خوا دلته په هلمند کې د کبانو بچیو لپاره یو معیاري انچري جوړه شي، د خلکو ګټه وټه به دوه برابره زیاته شي. «

د هغه په خبره، پاکستان کې یو کوچنی کب په یوه پاکستانۍ کلداره پېري، خو فارم ته تر را رسیدو په لس افغانۍ ورته تمامیږي.

بلخوا، د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایی، په دغه ولایت کې د کبانو روزنې او تولید څه باندې ۱۰۰۰ فارمونه جوړ شوي چې سږ کال یې تر اوسه ۲۰۰ ټنه کبان تولید کړي دي.

د کرنې او مالداري ریاست د مالدارۍ برخي مدیر شاه‌محمد خان پژواک ته وویل، دغه کبان د هلمند ترڅنګ کندهار، هرات، کابل، بلخ او د هېواد نورو ولایتونو ته هم وړل کېږي.

هغه هم دغه راز زیاته کړه چې هلمند ته د کبانو نسل (بچي) له نورو هېوادونو راوړل کېږي او بیا یې په یادو فارمونو کې روزنه او ساتنه کېږي.

شاه‌محمد وویل، دوی د دې په هڅه کې دي چې په دغه ولایت کې د کبانو نسل د تولید فارم جوړ کړي چې په دې سره به له ګاونډيو هېوادونو د هغو د وارداتو او لوړو لګښتونو مخه ونیول شي.

هغه وايي: «وزارت ته مو وړاندیز کړی چې د کبانو نسلونو برخه کې همکاري راسره وکړي، ژمنه راسره شوې چې د ولایت په کچه به یو فارم کې د کبانو نسل روزي او بیا به یې په نورو فارم‌لرونکو وېشي.»

دغه راز په لښکرګاه کې کب‌پخوونکي وايي چې کاروبار یې د پخوا پرتله اوس ښه شوی دی.

یوه کب‌پخوونکي فدامحمد وویل، کب خوړلو ته اوس د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او دوی ته له کندهار، هرات او ورڅېرمه ولایتونو ډلې ډلې کسان ورځي.

نوموړی وایی، اوس مهال یو من کبان په زر افغانۍ پلورل کېږي چې ځیني کسان یې له پخولو پرته هم خپلو کورونو ته ترې وړي.

هغه وايي چې فارمي او پاکستاني نسل کبان خلک ډېر نه خوښوي خو وطني کبان بیا ښه بازار لري.

Views: 158

Exit mobile version