Pajhwok Afghan News

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله نن له هند سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډله د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له هند سره لوبه کوي.

د افغانستان، هند او سوېلي افریقا د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ په سوېلي افریقا کې روانې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغان ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډله نن په درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله درېیمه لوبه له هندوستان سره ترسره کوي.

دغه سیالي د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو او ۳۰ دقیقو پیلېږي.

دغه راز، په دې سیالیو کې به هره لوبډله له بلې سره دوه-دوه لوبې کوي.

د یادونې ده، افغانستان په درې اړخیزه سیالیو کې تر اوسه دوه لوبې ترسره کړي چې سوېلي افریقا ته یې ماتې ورکړې او هندوستان ته یې بیا لوبه بایللې ده.

Views: 146

Exit mobile version