جلالاباد (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۲۲ ولسواليو د کرکټ منتخبو لوبډلو ترمنځ شل اووريزې سيالۍ پيل شوې.
په يادو سیالیو کې لوبډلې پر پنځو ګروپونو وېشل شوې چې لوبې به يې نږدې یوه میاشت دوام وکړي او د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو ترڅنګ د کوچیانو او کابل کمپ ښارګوټي منتخبې لوبډلې هم په کې ګډون لري.
د ننګرهار ولايت د کرکټ مسوول ضیاءالرحمن قریشي د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې وويل، دغه سيالۍ د ولایتي کرکټ کلني پلان سره سم د ولسوالیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبغاړو پیاوړتیا په موخه پيل شوي.
دغه راز، په دغو مراسمو کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نورمحمد حنیف وویل چې دوی د لوبغاړو هر اړخیز ملاتړ کوي.
بلخوا لوبغاړو هم د یادو سیالیو پر پيل خوښي وښوده.
د کوزکونړ ولسوالۍ د منتخبې لوبډلې لوبغاړي ويس احمد وويل، دا سيالۍ د لوبغاړو د پرمختګ لپاره ډېرې مهمې او ګټورې دي.
Views: 69