Pajhwok Afghan News

بامیان کې د څه باندې ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

بامیان (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): بامیان کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شېبر ولسوالۍ کې لسګونه ټولګټې او پرمختیايي پروژې بشړې شوې.

د بامیان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس ملا ضیاالله خادم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د شېبر ولسوالۍ لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د لا ډېرو خدمتونو وړاندې کولو او د کلیو پراختیا په موخه د ۵۰ میلیون او ۲۱۱ زره افغانیو په لګښت ۴۶ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي زیاته کړه، په یادو پروژو کې د ۱۳۵ کیلومتره سړکونو جوړول او رغول، د ۹۴ کیلومتره کرنیز کانال پاکول، د ۱۰۰ متره استنادي دېوال جوړول او د لسګونو پلچکونو جوړول شامل دي چې د ملګرو ملتونو پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) په مالي مرسته د یادې ولسوالۍ په ۴۶ پرمختیايي شوراګانو کې د شپږو میاشتو په اوږدو کې پلې شوې دي.

هغه څرګنده کړه، له یادو پروژو به څه باندې ۸۰۰ زره کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه پورته کړي او د یادې ولسوالۍ نږدې څلور زره اوسېدونکو ته د لنډمهال کار زمینه هم برابره شوې وه.

ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي د دې ډول پروژو پلې کېدو هرکلی کوي او وايي چې په راتلونکي کې به د خلکو یو شمېر ستونزې حل شي.

د شېبر ولسوالۍ اوسېدونکي علي حسین وویل، پخوا د سړک او استنادي دېوالونو نشتوالي له امله د سیمې اوسېدونکي له سختو ستونزو لکه روغتیايي مرکزونو ته نه لاسرسي او د سېلابونو له امله د کرنیزو ځمکو له تخریب سره مخ وو.

د هغه په خبره، د دې ډول پرمختیايي پروژو په پلي کېدو به په راتلونکي کې د سړک، کانال، لښتیو او د سېلابونو راتلو مخنیوي برخو کې د خلکو ستونزې حل شي.

Views: 37

Exit mobile version