Pajhwok Afghan News

پاکستان کې د سني علماوو شورا مرستیال وژل شوی

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په اسلام‌اباد کې د ناپېژانده وسله‌والو له لوري د پاکستان د سني علماوو شورا مرستیال مولانا مسعودالرحمن عثماني وژل شوی دی.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، پرون د اسلام‌اباد په غوري ټاون سیمه کې ناپېژانده موټرسایکل سپرو د مولانا مسعودالرحمن عثماني پر موټر ډزې کړې چې په پایله کې يې عثماني او د هغه موټرچلوونکی ټپیان شول.

خو سرچینه وايي چې مولانا مسعودالرحمن عثماني په روغتون کې ساه ورکړې ده.

سرچینې ته پولیسو ویلي چې عثماني د سني علماوو شورا مرکزي مرستیال و او د بریدکوونکو پیدا کولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مرغومي میاشتې په ۱۱مه هم د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل‌خان سیمه کې د پاکستان جمعیت‌علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمن پر موټریز کارون ډزې شوې وې.

Views: 101

Exit mobile version