Pajhwok Afghan News

د بلخ عامې روغتیا ریاست: د ډاکټرانو شفري نسخو مخنیوي لپاره مو جدي هڅې پیل کړې

مزارشریف (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲): په بلخ کې د ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکلو په تړاو د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د شفري نسخو مخنیوي په موخه یې جدي اقدامات پيل کړي دي.

پژواک خبري اژانس د ۱۴۰۲ کال د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه «په بلخ کې د ځینو ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکل؛ خلک: حکومت دې د دغه کار مخنیوی وکړي.» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ.

د بلخ عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو امر ډاکټر جاوېد سراجي وایي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې په جدي توګه د دغه کار مخنیوی پيل کړی دی.

هغه زیاتوي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د پنځو ډاکټرانو کتنځایونو او د دوو خصوصي روغتونونو دروازې د یوې اونۍ لپاره له دې امله تړلې وې چې خلکو ته یې شفري نسخې ورکولې.

د سراجي په وینا، اوس یې ټول هغه ډاکټران د شفري نسخو له لیکلو بند کړي چې دغه کار یې کاوه.

بلخوا د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي هم د عامې روغتیا ریاست د دغه کار ستاینه کوي.

مزارشریف ښار کې د یوه درملتون مسوول محمدصابر وایي چې د شفري نسخو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

هغه وایي: «په شفري بڼه د نسخو لیکل خلکو ته لوی سرخوږی و؛ نه به درملتون والا دغه نسخې لوستلای شوې، نه بل ډاکټر، خلک مجبور وو د هماغه ډاکټر شخصي درملتون ته ورشي.»

دی وايي، د عامې روغتیا ریاست اوس تر ډېره د دغه کار مخه نیولې چې د ستاینې وړ دی.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی نجیب‌الله هم وایي چې په تېرو وختونو کې ډاکټرانو د نسخو شفري لیکلو له لارې پر خلکو تجارت کاوه خو اوس یې یو څه مخه نیول شوې ده.

د یادونې ده، د بلخ ولایت ترڅنګ په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ډاکټرانو له خوا شفري نسخې لیکل کېږي.

Views: 193

Exit mobile version