ایبک (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): سمنګان کې ځایی مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د تولید او پروسس یوه کارخونه کشف او په تړاو یې شپږ کسان نیول شوي دي.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حشمتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ د بیني منګ کلي په مربوطاتو کې د نشهيي توکو د تولید یوه کارخانوه کشف شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې شپږ کسان د یادې کارخونې په تړاو نیول شوي دي.
د هغه په وینا، له دې مخکې هم امنیتي مسوولینو د دغه ولایت له یادې ولسوالۍ د نشهيي توکو د توليد او پروسس په تړاو ٢٣ کسان له ۶۲،۵ کيلوګرام افدرین سره نيولي وو.
Views: 8