Pajhwok Afghan News

فیدان: ترکیه کې د افغان کډوالو قانوني کېدو په اړه توافق نه دی شوی

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۲): د ترکیې د پارلمان یوه غړي ویلي وو چې ترکیه کې د افغان کډوالو د قانوني کېدو په اړه توافق شوی، خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې رد کړې دي.

د اناتولي اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد پارلمان کې د اپوزیسیون خلق جمهوری‌غوښتونکي ګوند (CHP) د انقرې استازي دنیز دمیر ویلي، د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني او د ترکیې سفیر جنګ اونال ترمنځ لیدنه کې ترکیه کې د افغان کډوالو د حضور قانوني کېدو او ویزو ورکولو په تړاو خبرې او هوکړه شوې.

خو سرچینه کاږي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون (پنج‌شنبه) ویلي چې د افغان کډوالو د مېشتېدو د اجازې او ویزې ورکولو برخه کې هیڅ ژمنه نه ده شوې.

فیدان ویلي، کابل کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې له افغانستانه ناقانوني کډوالۍ سره د مبارزې او هېواد ته د ناقانوني افغان کډوالو راستنېدو په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو میاشتو کې ډېر شمېر افغانان له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د راپورونو له مخې، تازه د روانې اونۍ د سه‌شنبې په ورځ هم د ترکیې ساحلي ګارد د دغه هېواد په چاناک‌کلا ولایت کې ۴۰ افغان کډوال نیولي وو.

Views: 40

Exit mobile version