پلخمري (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د بغلان امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي، په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې د پلخمري ښار له واټونو ۳۴۰۰ روږدي ټول کړي او د هغوی درملنه یې کړې ده.
د بغلان امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر محمدنبي کامران پرون (د مرغومي ۲۳مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د نشهيي توکو د کښت مخنيوي له پرېکړې سره سم یې په بغلان کې د روږدو ټولولو او درملنې لړۍ پیل کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د ۳۴۰۰ روږدو درملنه یې کړې او ۲۷۰ نور یې لا هم تر درمنلې لاندې دي.
د هغه په خبره، د درملنه شوو روږدو له ډلې یوازې شل کسان یې کورونه نه لري چې د اوسېدو لپاره د پلخمري محبس ته استول شوي او ډېر شمېر نور چې له درملنې وروسته یې په بېلابېلو حرفوي برخو کې روزنه ولیده، له خپلو کورنیو سره یوځای شول او اوس کار کوي.
کامران وايي، په پلخمري ښار کې یو شمېر ښځې هم پر نشهیي توکو روږدې دي خو کره شمېره یې تر اوسه نشته.
پلخمري کې یو روغ شوی روږدی محمدیوسف وايي چې ۳۲ کاله مخکې په ایران کې پر نشهيي توکو روږدی شوی و.
هغه پژواک ته وویل: «تېرو ۳۲ کلونو کې چې زه نشهيي وم، ښځه مې، درې زامن مې، مور او پلار مې او یو ورور مې مړه شوي دي، یوازې یوه خور لرم چې واده شوې ده، اوس خو زه روغ شوی یم، له دې وروسته غواړم کار وکړم او پاتې عمر مې له هغې خور سره تېر کړم.»
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت د معتادینو روغتون ډاکترانو تېر کال پژواک ته ویلي وو چې په بغلان کې پر نشهيي توکو د روږدو شمېر له ۵۵ زره کسانو اوښتی دی.
Views: 45