Pajhwok Afghan News

غور کې د تاریخي سیمو کیندنې او نشه‌یي توکو قاچاق په تور شپږ کسان نیول شوي

فېروزکوه (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د غور ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې یې درې تنه د تاریخي سیمو د کیندنې او درې نور د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو قاچاق په تور نیولي دي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ آمر مولوي محمدحماس پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې درې کسان لرغونو سیمو کې د کيندنې په تور نیولي دي.

نوموړي وویل چې دا کسان د استخباراتي ځواکونو له خوا په داسې حال کې نیول شوي چې په چهارسدې ولسوالۍ کې په لرغونو سیمو کې پر کیندنه بوخت وو.

د هغه په خبره، له نیول شوو کسانو یوه اندازه توکي چې په کیندنه کې کارول کېدل، هم ترلاسه شوي دي.

دغه راز د غور فرهنګي مسوولین وایي چې لرغونو سیمو کې کیندنې منع دي، څوک چې په داسې کړنو لاس پورې کوي، قانوني چلند ورسره کېږي.

بلخوا، د غور امنیتي مسوولین وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو درې قاچاق‌کوونکي له ۸۶ کیلوګرامه ایف ډوله نشه‌یي توکو سره نیولي دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک ته وویل: «د افغانستان د اسلامي امارت د کشفي او اپراتیفي ځواکونو په هڅه غور کې ۸۶ کیلوګرامه ایف ډوله نشه‌یي توکي ترلاسه شوي او د دغو توکو د قاچاق په تړاو درې کسان نیول شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه چې له دغو نیول شوو کسانو یو یې د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ او دوه یې د غور ولایت اوسېدونکي دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې نیول شوي کسان تر څېړنې لاندې دي.

Views: 13

Exit mobile version