کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له هند سره کوي.
کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د هند پر وړاندې دویمه شلاوریزه نړۍواله لوبه کوي.
کرکټ بورډ ویلي، یاده لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام شپږ بجې پیلېږي.
دغه راز افغانستان به له هند سره خپله درېیمه لوبه د جنورۍ په ۱۷مه ترسره کړي.
د یادونې ده، افغانستان به له یادو سیالیو وروسته له سریلانکا او ایرلېنډ سره هم ټیسټ، یو ورځنۍ او شلاوریزې لوبې ترسره کړي.
Views: 62