Pajhwok Afghan News

بلوچستان کې چاودنې پنځه پاکستاني سرتېري وژلي او دوه نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د بلوچستان په کیچ سیمه کې چاودنې د پاکستان پنځه پوځیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د نېشن په نوم یوې پاکستاني رسنۍ نن د دغه هېواد د پوځ عامه اړیکو څانګې له قوله خبر ورکړی چې تېره ورځ د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ په بلیده سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت هم چا نه دی منلی.

Views: 57

Exit mobile version