Pajhwok Afghan News

د ځوانانو نړېوال کنفرانس په داخل او بهر کې د ځوانانو پر یوه واحد مرکز ټینګار وکړ

اټلانټا (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): د بهر مېشتو ځوانانو د نړېوالې شورا لخوا د ځوانانو په نړېوال کنفرانس کې له اسلامي امارته وغوښتل چې د ځوانانو ستونزې هوارې او ورته د کار زمینه برابره کړي.

دغه نړۍوال کنفرانس چې د بهر مېشتو ځوانانو د نړېوالې شورا د ځوانانو د کمېسیون لخوا د زوم له لارې د شنبې په ورځ (د مرغومي په ۲۵مه) په ان لاین بڼه جوړ شوی و، په کې لسګونو ځوانانو د ځوانانو او فعالانو برخه اخیستې وه.

د دغه کفرانس په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په هېواد کې د جمهوریت د پرځېدو او د امارت واکمنۍ سره، د ټولو ټوپکمارو، فاسدو چارواکو او د هېواد ملي يووالي دښمنانو دوران پای ته ورسید. جګړه او ورور وژنه ودرېده او اکثريت هېوادوالو ته د سوليز ژوند لاره برابره شوه.

سرچینې زیاته کړې، خو د دې ترڅنګ هېواد او هېوادوال له نويو ننګونو او د‌ پخوانيو ستونزو له دوام سره مخامخ دي. هېواد داقتصادي او مالي بندیزونو اوتر ډېرې کچې سياسي تجرید ورځ تر بلې زیات شوي؛ هېوادوال له ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو او بیکارۍ رنځ وړي. د مدني او سياسي فعاليتونو بر خليک تر پوښتنې لاندې دی او د اسلامي امارت لخوا پر نجونو او ښځو دزدکړې او کار محدوديتونه لا تر اوسه دوام لري.

په اعلامیه کې راغلي، له بده مرغه د اسلامی امارت او نړېوالې ټولنې تر منځ د غوښتنو او دريځنونو تر منځ د همغږۍ نشتوالي په پایله کې د رامنځته شوي د سياسي او اقتصادي بنبست دورند پېتی تر ډېره کچه د هېوادوالو او په ځانګړي توګه د ځوانانو پر اوږو دی او له سترو ننګونو سره مخ دي، دا چې ځوانان په یوه ټولنه کې د ملا د تېر حیثیت لري؛ نو په کار ده، چې پوره پاملرنه ورته وشي او له انرژۍ یې سالمه ګټه پورته شي؛ ترڅو د هېواد د هراړخیزې پرمختیا او پراختیا سبب شي.

په اعلامیه کې راغلي ځوانانو نړېوال کنفرانس په همدې موخه دایر شوی، چې د هېواد دنننه او دباندې د افغان ځوانانو ترمنځ همغږي رامنځته کړي، خپلو مسؤلیتونو او لومړیتبونو ته یې ځېر کړي، د زده کړو په برخه کې له داخلي او خارجي فرصتونو سالمې ګټې اخیستنې ته وهڅول شي او د هېواد په علمي او اقتصادي ودې او په ځان بساینه کې مثبته انرژي وکاروي.

د ځوانانو د نړېوال کنفرانس لخوا په خپره شوې پرېکړه لیک کې راغلي، د ځوانانو نړېوال کنفرانس غړي پر سرپرست حکومت غږ کوي؛ ترڅو په کور دننه د ځوانانو د روانو ستونزو دحل لپاره او هم د زده کړې او علمي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي؛ همداراز د هېواد څخه بهر کډوالو د ګڼ شمېرننګونو او مشکلاتو د حل لپاره د امکان په صورت کې تسهیلات برابر کړي.

په پرېکړه لیک کې زیاته شوې، کار باید اهل کار ته وسپارل شي او په اړوند برخو کې د ځوانانو له وړتیاو او استعدادونو ګټه پورته شي.

سرچینې ویلي، دا چې ښځې د یوې ټولنې نیم نفوس تشکیلوي او د جمهوریت له منځه تلو سره دا برخه پوره له پامه غورځول شوي؛ نو د ځوانانو نړېوال کنفرانس برخوال په طالب چارواکو غږکوي ترڅو ښځینه وو په وړاندې د زده کړو او د کار محدوديتونه لرې شي.

د پرېکړه لیک له مخې، افغان ځوانان په نړېوالو مرستندوي ادارو غږ کوي؛ ترڅو د افغانستان وګړو سره د سوکاله او هوسا ژوند په برابرولو کې هر اړخېزې مرستې وکړي.

د ځوانانو نړېوال کنفرانس په پرېکړه کې زیاته شوې، ځوانان باید لومړی خپل ځانونه په علمي ګاڼه سمبال کړي او بیا د ټولنې نورو وګړو ته د علمي پرمختیا او پراختیا زمینه برابره کړي، ځوانان باید لومړی خپل ځانونه او بیا خپله ټولنه د قومي، مذهبي او ژبنیز تعصب څخه وژغوري او د شته هر اړخیز تعصب پر وړاندې جدي مبارزه وکړي؛ ترڅو یوه سالمه ټولنه رامنځته شي.

په پرېکړه لیک کې راغلي، د ځوانانو نړېوال کنفرانس پر سرپرست حکومت غږ کوي؛ ترڅو اسلامي ملي او فرهنګې ارزښتونو ته په پام سره د رسنیو او بیان ازادۍ کلکه پلوي وکړي او په دې برخه کې د تېرو دوه لسیزو مثبتې لاسته راوړنې وساتي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان خلک او ولس له جنګ ستړی شوی او له اوږدې مودې راهیسې یې د جنګ مالي او ځاني زیان لیدلی. د ځوانانو نړۍ وال کنفرانس برخه وال دهېواد په داخل او خارج کې پر هغو ټولو ډلو او ټپلو غږ کوي چې د جګړې مړ شوي اور ته لمن و نه وهي او هېواد د یوې بلې نیابتي جګړې له ګواښ سره مخامخ نه کړي.

په پرېکړه لیک کې راغلي، د اسلامي امارت چارواکو، د افغانستان د ننه او بهر ملي سياسي ډلو، علمي، ټولنیز او مدني فعال شخصيتونو څخه غوښتنه کوو چې د‌ يوې سراسري تفاهم او ملي اجماع په چوکاټ کې او د ملي ګټو په محور کې د افغانستان سياسي او اقتصادي ستونزو د حل او د افغانانو د سوکالۍ  لارې چارې ولټوي.

د ځوانانو نړېوال کنفرانس په پرېکړه لیک کې له ملګروملتونو، نورو نړيوالو سازمانو او اروپايي ټولنې په کلکه غوښتنه شوې؛ تر څو د ولس د ارادې تمثیل ته زمینه برابره کړي، له جګړه مارو پلوي او بن کانفرانس تکرار هېواد او ولس له بلې خونړۍ غميزې سره مخامخ کوي. افغان ولس د ګاونډيو هېوادونو په کړغېړن نيت ښه پوهېدلی. همداراز د امريکا متحده ايالاتو اداره دې له افغانانو سره خپل د سياست صادقت ثابت کړي.

دغه راز د ځوانانو نړېوال کنفرانس ګډونوال د هېواد په داخل او خارج کې د افغان ځوانانو پر ټولنو او بنسټونو غږ کوي؛ ترڅو د اړیکو يو واحد مرکز رامنځته کړي، يو بل ته لاس ورکړي، اړتياوې او اسانتياوې له يو بل سره سره شريک کړي او د يو سراسري پلاتفورم په بڼه په ملي او نړېوالو مسایلو کې یو غږ واوسي

Views: 26

Exit mobile version