Pajhwok Afghan News

خوست کې د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون جوړولو لپاره سل جریبه ځمکه ځانګړې شوه

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): د چارو اداره وايي، د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون لپاره چې خوست کې د ملي سوداګرو له خوا جوړېږي، سل جریبه امارتي ځمکه د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوې ده.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر اساس د دې ادارې د پانګونې تسهیل رییس انجینیر احمدضیا خالد په مشرۍ یوه پلاوي خوست ته سفر وکړ او یاده ځمکه یې د عامې روغتیا ریاست ته وسپارله.

سرچینه لیکي، احمدضیا خالد د خوست له والي ملا بسم‌الله سره په لیدنه کې وویل، هر کال سلګونه ناروغان د سرطاني ناروغیو درملنې لپاره له هېواده بهر ځي او د یاد روغتون په جوړېدو سره به د سرطان ناروغانو ستونزې حل شي.

د سرچینې د معلومات له مخې، د خوست والي وغوښتل چې د روغتون جوړېدو چارې ژر تر ژر پیل شي او ویلي یې دي چې مسوولین او په ټوله کې د خوست خلک د یادې پروژې په پلي کېدو کې مرسته کوي.

سرچینه کاږي: «د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون د ملي سوداګرو له لوري جوړېږي، د افغانستان ټولو خلکو ته به خدمتونه وړاندې کوي او دغه راز، یاد روغتون به د سرطان درملنې او اړوندو برخو کې زده‌کړو لپاره د طب پوهنځی هم ولري.»

د چارو ادارې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې یاد روغتون د ملي سوداګرو له لوري جوړېږي.

Views: 16

Exit mobile version