محمودراقی، چاریکار (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې پروان او کاپیسا کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د لسو عامالمنفعه پروژو چارې پیل شوې.
د کاپیسا د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مفتي سیدابرار محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د دوو زېربنایي پروژو چارې پیل شوې.
هغه وایي چې دغو پروژو کې د کوهستان لومړۍ حصې او تګاب ولسوالیو کې د ۳۸ مترو په اوږدوالي یو سربند او د ۲۶۹ مترو په اوږدوالي دوه کانالونه جوړېدل شامل دي.
د هغه په خبره، د دغو پروژو په پیلېدو سره د سیمې سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هم هوارې شي.
هغه دغه راز وایي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند «دروازهګۍ» سیمه کې د دوه کیلومتره سړک جوړونې چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه سړک شپږ لکه ۹۱ زره او۶۰۰ افغانۍ لګښت راغلی او یوه میاشت کې بشپړ شوی چې د زرګونو کورنیو ستونزې ورسره حل شوې دي.
بلخوا، د پروان د کلیو پراختیا او بیارغوني رییس ملا عبدالصمد صادق وایي چې د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د اتو پروژو چارې پیل شوې.
هغه وايي چې دغو پروژو کې د چکډيمونو، کانالونو او استنادي دېوالونو جوړېدل شامل دي.
د هغه په خبره، له دغو چکډیمونو به شاوخوا زر کورنۍ مستفیدې شي او څه باندې سل هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.
Views: 17