Pajhwok Afghan News

د ننګرهار ګمرک نوې ودانۍ د احاطې دېوال جوړولو چارې پيل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): مسوولین وایي چې د ننګرهار ولایت د نوي جوړېدونکي ګمرک د احاطې دېوال جوړېدو چارې د ۵۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې.

د مسوولینو په وینا، دغه پروژه د ماليې وزارت د پراختیایي پلان پر بنسټ پلې کېږي او د لسو مياشتو په موده کې به بشپړه شي.

د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوايدو معين عبدالقاهر ادريس چې پرون يې د دې پروژې د پرانیستې لپاره ننګرهار ته سفر کړی و، په سيمه کې رسنيو ته وويل چې د ننګرهار د ګمرک پخوانۍ ودانۍ ښار ته نږدې ده او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وايي، په همدې موخه د ماليې وزارت د پلان له مخې، د ننګرهار ولايت د مرکز جلال‌اباد ښار نهمې ناحيې اړوند کابل کمپ سيمه کې د نوي ګمرک جوړولو چارې پيل شوې دي.

هغه وايي، تازه د ګمرک لپاره د ۶۷۰۰ متره په اوږدو د احاطې جوړېدو کارونه پيل شول چې لسو مياشتو کې به بشپړ شي.

د ادريس په خبره، د احاطې پر دې پروژه د ماليې وزارت د انکشافي بودجې ۵۱ نيم ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د احاطې ترڅنګ ۷ ټاورونه هم په کې شامل دي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین وویل، په پام کې لري څو د هېواد په کچه نورې لویې انکشافي پروژې هم په نږدې راتلونکي کې پیل کړي چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ برخه کې به خورا موثرې پایلې ولري.

ورته وخت کې د ننګرهار سوداګر هم د دغه نوي ګمرک جوړېدو چارو ته هيله‌مند دي او وايي، د دغه ګمرک له جوړېدو سره به سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو مسوول شاکرالله ساپي پژواک ته وويل: «اوس چې کوم باروړونکي موټر ګمرک کېږي، انتظار ځای ورته ۹مه ناحيه کې جوړ شوی خو ګمرک ښار کې دی چې موټرچلوونکي هم په تکليف کې وي او ترڅنګ يې خلکو ته هم مزاحمت جوړ کړی وي.»

د ننګرهار ګمرک اوسنۍ ودانۍ د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتو کې ده چې ډېره ګڼه ګوڼه يې جوړه کړې او د باروړونکو موټرو د درېدو پراخ ځای هم نه لري او له امله یې ډېر موټر د سړک پر غاړه ولاړ وي.

Views: 21

Exit mobile version