Pajhwok Afghan News

بدخشان کې دوو جلا پېښو کې دوه کسان مړه شوي

فیض‌اباد (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): بدخشان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د دوو جلا پېښو پایله کې دوه کسان مړه شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ اړوند «دشت یوز» سیمه کې د زر مینځلو یوې کارګاه نړېدو له امله یو کان کیندونکی مړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د دغه کس مړی د ځايي خلکو په همکارۍ د پولیسو له لوري له خاورو رایستل شوی او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.

کامګار دغه راز وویل چې په یوه بله پېښه کې پرون ماسپښین د ارغستان ولسوالۍ په «جیرند» کلي کې د منیب‌الرحمن په نوم یو ۱۳ کلن ځوان د ۱۶ کلن عبدالله له لوري د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د منیب‌الرحمن د وژلو لامل تر اوسه معلوم نه دی، خو تورن کس د ارغستان ولسوالۍ د پولیسو تر څېړنو لاندې دی.

Views: 10

Exit mobile version