Pajhwok Afghan News

سمنګان کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله ۱۸ کسان ټپیان شوي

ایبک (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): د سمنګان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې دغه ولایت کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله د نهو ښځو په ګډون ۱۸ کسان ټپيان شوي دي.

د سمنګان د ترافیکي پېښو مدیر عبدالقهار پژواک ته وویل، یوه کرولا موټر چې له بغلانه د بلخ پر لور روان و، د سمنګان رباتک سیمه کې یې له یوې بلې کرولا سره ټکر کړی دی.

نوموړي وویل چې دویمه پېښه د حضرت سلطان ولسوالۍ مربوطاتو کې هغه مهال شوې چې یو فلانکوچ له یوې کرولا سره ټکر شوی او درېیمه پېښه کې یوه ټوربو موټر چې له بلخه د بغلان پر لور روان و، د سمنګان – بلخ پر لویه لاره له یوه ټيلري موتر سره ټکر کړی دی.

د سمنګان د ترافیکي پېښو مدیر په خبره، دغو درېیو ترافیکي پېښو کې د ۹ ښځو په ګډون ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

بلخوا، د سمنګان د ولایتي روغتون امر سیدعثمان حمیدي پژواک ته وویل چې له یادو پېښو دغه روغتون ته ۱۸ ټپیان وروړل شوي چې له دې ډلې د اتو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د سمنګان د ترافیکو مسوولین د دغو پېښو علت او انګېزه د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي یادوي.

Views: 18

Exit mobile version