Pajhwok Afghan News

ترکیه کې ۱۸ افغان کډوال نیول شوي

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په بیټلیس ولایت کې امنیتي ځواکونو ۱۸ افغان کډوال نیولي دي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د بیټلیس ولایت په تاتوان ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي.

سرچینې لیکلي چې دغه کسان له غیرقانوني لارو ترکیې ته ورغلي وو چې افغانستان ته د بېرته ستنولو لپاره د بیټلیس کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مرغومي میاشتې په ۷مه هم د ترکیې امنیتي ځواکونو ۶۹ افغان کډوال نیولي وو.

Views: 117

Exit mobile version