کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره کوي.
له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو ترمنځ د کرکټ یو ورځنیو سیالیو نړۍوال جام پرون په سوېلي افریقا کې پیل شو چې د ۱۶ هېوادونو لوبډلې په کې برخه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره کوي.
کرکټ بورډ زیاته کړې، دغه لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې دوولس بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي.
دغه راز په دغو سیالیو کې افغانستان، پاکستان، نیوزیلنډ او نیپال لوبډلې په یوه ګروپ کې لوبېږي.
د یادونې ده، نن به په نړۍوال جام کې د افغانستان سربېره انګلیستان له سکاټلېنډ سره او هند له بنګلهدېش سره ولوبېږي.
Views: 49