Pajhwok Afghan News

د تورخم دروازې د تړل کېدو اتمه ورځ؛ لا هم د دې لارې پرانیستل کېدو په اړه خبرې بې پایلې دي

جلال‌اباد (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): ننګرهار ولايت کې مسوولین وايي، د تورخم لارې د پرانیستلو په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ پرله‌‌پسې ناستې تراوسه بې پایلې دي.

دا دروازه اته ورځې مخکې د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان له لوري په دې پلمه وتړل شوه چې ګواکې موټرچلوونکي ویزه او پاسپورټ نه لري.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تورخم لارې اته ورځې پوره شوې او پرله‌پسې خبرې اترې هم شوې خو تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

هغه وویل: «د تورخم کميسار په مشرۍ باندې تورخم کې له پاکستاني مسوولينو سره دوامداره ناستې شوي، تر څو پورې دې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي، خو متاسفانه له مسلسلو ناستو وروسته بيا هم دغو ناستو نتیجه نه ده ورکړې، او دغه هڅې له ناکامۍ سره مخ شوي.»

هغه وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې په لويه کچه دغه ستونزه د خبرو اترو له لارې حل شي او د ترانزيټ او ناروغانو پرمخ دروازه خلاصه شي.

بلخوا د ننګرهار د سوداګرۍ خونه هم د خبرو اترو له لارې د دې دروازې د خلاصېدو غوښتنه کوي او وايي، باید د پخوا په شان موټرچلوونکو ته له پاسپورټ او ویزو پرته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د صاداراتو مسوول شاکرالله ساپی وایي، دواړو خواوو ته زرګونه لارۍ موټرې ولاړ دي او هره ورځ سوداګرو ته لږ تر لږه ۱۰۰زره ډالر زيان اوړي.

دی وايي، هغې غاړې تر علي مسجد پورې موټرې ولاړې دي او دې غاړې د جلال‌اباد ښار تر رېنګ روډ پورې لارۍ او باروړونکي موټر ولاړ دي.

 

Views: 45

Exit mobile version