Pajhwok Afghan News

کونړ کې چاودنې درې کسان وژلي او ۶ نور ټپیان دي

اسعداباد (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲) د کونړ امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ترنیک سیمه کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د کونړ امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو برخې مسوول فرید دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن د (مرغومي ۳۰مه) له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې په یوه کور کې شوې ده.

هغه وویل: «زموږ لومړني معلومات ښیي چې په چاودنه کې درې کسان په شهادت رسېدلي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.»

نوموړي دغه راز وویل، سیمې ته د پلټنې په موخه امنیتي ځواکونه رسېدلي خو په خبره یې چې تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم.

ورته مهال، د چپې درې ولسوال سیدالرحیم وایي، چاودنه په ترنیک کلي کې د صالح په نوم د یوه کس په کور کې شوې او زیاتوي چې له امله یې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

خو نوموړی په پېښه کې د وژل شوو کسانو شمېر دوه او د ټپيانو اووه ښيي.

هغه زیاته کړه، د پېښې ټپیان لومړی د ولسوالۍ مرکزي روغتیایي مرکز او وروسته د اسعداباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې د ځینو روغتیایي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.

نوموړي وویل، چاودنه د کانونو اسختراج کې د کارېدونکو توکو ګرمېدو له مله شوې ده.

هغه وايي: «زموږ په سیمه کې د قیمتي ډبرو کانونه دي، د دغو کانونو انفجاریه مواد په دغه کور کې پراته وو چې ګرم شوي او چاودنه یې کړې ده.»

د یادونې ده، د چپې درې ولسوالي د ترنیک سیمه د نورستان واما ولسوالۍ ته څېرمه پرته ده چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ډېر کانونه لري او خلک یې د کیندنې لپاره له چاودېدونکو توکو کار اخلي.

Views: 201

Exit mobile version