ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف ښار کې د دوو سړکونو پخولو چارې پیل شوې

مزارشریف ښار کې د دوو سړکونو پخولو چارې پیل شوې

author avatar
21 Jan 2024 - 12:51
مزارشریف ښار کې د دوو سړکونو پخولو چارې پیل شوې
author avatar
21 Jan 2024 - 12:51

مزارشریف (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف اتمې او نهمې ناحیې مربوطاتو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو پخولو چارې پیل شوې.

د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وایي، دغه سړکونه د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د درېیو میاشتو په موده کې جوړېږي.

هغه زیاتوي، لومړی سړک په نهمه ناحیه کې دی چې ۹۲۴ متره اوږدوالى او ۷ متره پلنوالی لري او پر کانکرېټولو يې ۸ میلیونه او ۸۴۳ زره افغانۍ لګښت راځي.

هغه زیاتوي چې دویم سړک د اتمې ناحیې په سیداباد سیمه کې ۱۸۰ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري چې په کانکرېټولو یې ۴ میلیونه او ۷۳۶ زره افغانۍ لګښت راځي.

د مزارشریف د ښاروال په وینا، دواړه سړکونه به د درېیو میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د یادو سیمو اوسېدونکي د دغو سړکونو جوړېدو ته خوښ دي.

د مزارشريف ښار د اتمې ناحيې اوسېدونکي آزادخان پژواک ته وويل، یاد سړک له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې ویجاړ و او د سیمې خلک له سختو ستونزو سره مخ وو.

خو هغه وايي، اوس خوشحاله دی چې د یاد سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.

د مزارشریف د ښاروالۍ مسوولین وایي، روان کال پام کې لري په دغه ښار کې د سړک جوړونې ٢۰ پروژې پلې کړي چې ورسره به د مزارشریف ښار د اوسېدونکو ډېرې ستونزې حل شي.

Views: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.