Pajhwok Afghan News

مولوي عبدالکبیر: افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې او سرحدونه تر کنټرول لاندې راغلي

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد کې داعش ډله ځپل شوې او سرحدونه تر کنټرول لاندې راغلي دي.

ارګ تېره شپه ناوخته (یک‌شنبه) پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافایلا ایوډیس له لیدنې خبر ورکړی دی.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یاده لیدنه کې ویلي چې اوس په افغانستان کې فساد، نشه‌يي توکي او زورواکي پای ته رسېدلي، داعش ډله ځپل شوې او سرحدونو تر کنټرول لاندې راغلي دي.

نوموړي څرګنده کړې: «اړتیا ده چې له افغانستان سره د روغتیا، تعلیم او زیربناوو جوړولو برخو کې اساسي مرسته وشي.»

مولوي عبدالکبیر افغان کډوالو سره د اروپایي ټولنې له مرستو د ستاینې ترڅنګ زیاته کړې چې د شرایطو پام کې له نیولو څخه پرته د پاکستان له لوري د افغان کډوالو په جبري توګه ایستل د ټولو قوانینو خلاف عمل دی.

ورته مهال، ایوډیس په یاده لیدنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو له دوام خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې اوس بشردوستانه مرستې اړمنو کورنیو ته رسېږي او د فساد اندېښنه نشته.

بلخوا، نوموړې څرګنده کړه: «افغانستان د اقلیمي بدلونونو یو قرباني شوی هېواد دی، اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د اقلیمي زیانونو مخنیوي لپاره لازمې مرستې ورسره وکړي.»

د اروپایي ټولنې شارژدافیرې د افغانستان او د دې ټولنې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویلي یې دي چې افغانان بشردوستانه مرستو ته ډېره اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي وو چې افغانستان کې د داعش شتون په اړه شمېرې د ناسمو معلومات پر اساس وړاندې شوې دي.

نوموړي ویلي وو، د داعش پروژه په افغانستان کې رېښه او ثمر نه لري، د دې پروژې تمویلوونکي او جوړوونکي باید دغه حقیقت ومني.

Views: 26

Exit mobile version